LOADING

Type to search

پشتو نیوز

د آئي اېم اېف څخه 1.2 اربه ډالرو وړومبې قسط سټېټ بېنك ته موصول شوې٬ پاكستان په تندۍ سره د ترقۍ په لاره روان شوېدے۔ د خزانې وزير اسحاق ډار ميډيا سره خبرې

Share

د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د انتظامي بورډ د منظورۍ نه پس ٓئي اېم اېف څخه 1.2 اربه ډالرو وړومبې قسط سټېټ بېنك موصول شوې٬ پاكستان په تندۍ سره د ترقۍ په لاره روان شوېدے او دا عمل به مونږ لا قوي كوٶ۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل تېره شپه د آئي اېم اېف انتظامي بورډ پاکستان لپاره د سټينډ بائي پروګرام منظوري وركړې ده او د دې پروګرام د تفصيلاتو نه مونږ اولس وړومبې خبر كړېدے٬سټينډ بائي پروګرام به 9 مياشتې وي او د دې له مخې به پاكستان ته 3 اربه ډالره امداد ملاوېږي٬ وړومبې قسط به 1.2 اربه ډالره وي او پاتې قسطونه به د دوه جاج اخستو نه پس په نومبر او فرورۍ كښې ترلاسه كېږي٬ وړومبي قسط ترلاسه كېدو سره به د زرمبادله پانګو كښې لا بهتري راشي او د سټېټ بېنك په شمېرو كښې به د دې عكاسي كېږي۔ ده ووئيل په تيره يوه اوونۍ كښې په مجموعي توګه 4.2 اربه ډالره معاونت شوېدے چې ورسره د زرمبادله پانګې زياتې شوې دي۔ ده ووئيل پاكستان بهرنۍ ادئيګۍ په وخت كوي او د دې اوونۍ په پائې كښې به د زرمبادله پانګې 14 اربه ډالرو ته رسي۔ د خزانې وزير ووئيل زه د وزيراعظم محمد شهبازشريف د زړه د خلاصه مننه كوم چا چې په تېرو دريو اوونيو كښې په دې ټول عمل كښې په خاص توګه برخه اخستې ۔ د خزانې وزير د حکومت د اقتصادي ټيم د ملګرو هم مننه وكړه دوي د اته مياشتو په سخت وخت كښې بشپړه ملګرتيا كړې٬ د معيشت په مستحكم كولو كښې د وزيراعظم معاونت او لارښودنه شامل وه او مونږ نه يوازې پروګرام منظور كړې بلكې په دريو قسطونو كښې وړومبې قسط هم سټېټ بېنك ته موصول شوېدے

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *