LOADING

Type to search

پشتو نیوز تازہ ترین

خېبرپښتونخوا كښې د يو كال په مهال د ترهګرۍ 665 نه زياتې پېښې رامخې ته شوې دي۔ رپورټ

Share

خېبرپښتونخوا كښې د ځانمرګي بريدونو پشمول د ترهګرۍ وارداتو كښې اضافه شوې ده٬ صوبه كښې د يو كال په مهال د ترهګرۍ 665 نه زياتې پېښې رامخې شوې دي۔ پوليس چارواكو له مخې په تېرو دريو ورځو كښې لوے پېښې رامخې ته شوې دي٬ په اتلسمې جولائي په حيات آباد كښې ځانمرګي بريد كوٶنكي د اېف سي ګاډې په نښه كړې چې پكښې 7 اهلكار پشمول لس كسان ژوبل شوي او د دغه پېښې نه 30 ساعته وروسته په ريګي پوسته د ډزو په پېښه كښې دوه پوليس اهلكار شهيدان شوي او درېمه پېښه باړه كښې رامخې ته شوې چرته چې په تحصيل كمپاٶن كښې د داخلېدو هڅه شوې خو ناكامه كېدو سره ترهګر ځان الوځولې او په دې موقع 4 پوليس اهلكار شهيدان شوي٬ دغسې د سربند تهاڼې په رياض شهيد پوسته د اته ترهګرو بريد ناكامه كړې شوې او په ځوابي كاروائۍ كښې اته بريد كوٶنكي فرار شوي۔ چارواكو له مخې په خېبر پښتونخوا كښې په يو كال كښې د ترهګرۍ 665 نه زيات پېښې رامخئ ته شوې دي چې پكښې د ټولو نه زياتې پېښې په شمالي وزيرستان كښې 140 ٬ ډي آئي خان كښې 81، پېښور كښې 56، باجوړ كښې 55 او سوئيلي وزيرستان كښې 49 د ترهګرۍ پېښې رامخې ته شوې دي٬ د ترهګرۍ مخنيوي څانګې په تېرو 6 مياشتو كښې د ترهګرو په ضد 1152 عمليات كړي او په دې مهال ئې 432 شدت خوښي ګرفتار او 139 ترهګر وژلې شوې دي۔ پوليس چارواكو له مخې د ترهګرۍ پېښو مخنيوي كول پوليس لپاره لوے چېلنج دے٬ صوبه كښې يو لك 26 زره پوليس نفري ده خو د نفرۍ نه زياته ټېكنالوجۍ ته اړتيا ده۔ پوليس چارواكو له مخې د پېښور پشمول ټوله صوبه كښې د 6 مياشتو په مهال 150 نه زيات پوليس اهلكار شهيدان شوي چې پكښې دوه ډي اېس پي هم شامل دي۔ د يادونې وړ ده چې د ترهګرۍ په ضد جاري جنګ كښې د دوه اېډيشنل آئي جيز پشمول د څلورو زرو نه زيات پوليس اهلكار شهيدان شوې دي او ف قليل وسائلو باوجود د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د صوبې پوليس اهم كردار لوبوي

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *