LOADING

Type to search

پشتو نیوز

د برهان واني ستړې په مقبوضه كشمير د هندي ناجائزه قبضې په ضد د مزاحمت ځانګړے مثال دے ٬ قمر زمان كائره

Share

 د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمر زمان كائره وئيلي دي د برهان واني ستړې په مقبوضه كشمير د هندي ناجائزه قبضې په ضد د مزاحمت ځانګړے مثال دے۔ قمر زمان كائره د شهادت په اووم تلين برهان واني ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل برهان مظفر وانی خپل شهادت سره د خپلواكۍ تحريك كښې نوې روح وپوكولو۔ ده ووئيل د برهان واني په څير د لكھونو په شمېر كشميري ځوانان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو عزم لري۔ د كشميري ځوانانو ويرولو له هندي عسكر ما ورائے عدالت قتلونه كوي۔ ده زياته كړه چې کشمیری ځوانان هندي تسلط څخه خلاصې موندلو له د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي او اوو لسيزو څخه روان هندي ظلم او زياتې د كشميري اولس حوصلې كمزورې كولو كښې ناكامه پاتې شوې دې۔ ده ووئيل مېړنې او غيور كشميرې اولس به په هر حال كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كوي۔ ده ووئيل ټول پاكستانې اولس د برهان واني شهيد په څير سترو فرزندانو ته سلام كوي۔

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *